د رسنیو د راپورونو له مخې، په بنګله‌دېش کې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو له امله پراخ سېلابونه او د ځمکې ښویېدنې رامنځته شوې چې لږ تر لږه ۵۱ کسان په کې مړه شوي او له یو میلیون ډېر نور اغېزمن شوي دي.

 

ناڅاپي سېلابونو او د ځمکې ښویېدنو د پلازمېنې ډاکې په ګډون د هېواد پراخې سیمې ځپلې او زرګونه کسان یې له خپلو کورونو بې‌ځایه کړي دي.

 

د راپور شوو مړینو له نیمایي ډېرې یې په کاکس بازار کې شوې دي؛ هغه سیمه چې د نړۍ تر ټولو لوی د روهینګیا کډوالو مېشت‌ځای پکې موقعیت لري. تېره اوونۍ په همدې سیمه کې څو زده‌کوونکي او یو ښوونکی هغه مهال ووژل شول چې سېلابي اوبو یې ښوونځی لاندې کړ.

 

سخت بارانونه له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پیل شوي وو او په وروستیو ورځو کې یې شدت زیات شو. چارواکو د سېلابونو او د ځمکې ښویېدنو خبرداری ورکړی، له لوړ خطر لرونکو سیمو یې کورنۍ ایستلې او د زده‌کوونکو ازموینې یې ځنډولې دي. دا مهال زرګونه بې‌ځایه شوي کسان په دولتي سرپناوو کې اوسېږي.

 

د چارواکو په وینا، د یکشنبې تر ورځې پورې له یو میلیون ډېر کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي وو، او د ۵۱ مړو له ډلې ۲۸ یې په کاکس بازار کې ثبت شوي دي.

په ډاکه کې سېلابي اوبو سړکونه ډوب کړي او ترافیک یې ګډوډ کړی دی. د بي‌بي‌سي بنګله د راپور له مخې، په ځینو سیمو کې اوبه تر زنګنو پورې رسېدلې وې. ځینو سیمه‌ییزو رسنیو د دوشنبې په ورځ د ښار د اوبو ایستلو سیسټم د ښه کولو لپاره د حکومت پخوانۍ هڅې تر پوښتنې لاندې راوستې.

 

د سېلابونو د وړاندوینې او خبرداري مرکز چارواکي سردار اودوی رایحان فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې تمه ده د بنګله‌دېش په سوېل ختیځ کې وضعیت ژر ښه شي.

خو نوموړي خبرداری ورکړی چې د موسمي بارانونو د دوام له امله د هېواد په شمال ختیځو او شمالي سیمو کې لا هم د نورو سېلابونو د رامنځته کېدو امکان شته.

Views: 1