د هند حکومت د هند د فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) له لارې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره به افغان ځوانانو ته زر انلاین بورسونه ورکړي.

د هند د فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بورسونه د e-VidyaBharati (e-VB)  پروګرام په چوکاټ کې او د i-Learn  پورټل له لارې وړاندې کېږي. غوښتونکي کولای شي د مدیریت، سوداګرۍ، کمپیوټرساینس، هنرونو او نورو برخو کې د هند په معتبرو پوهنتونونو کې خپلې لوړې زده‌کړې په انلاین ډول ترسره کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۵مې نېټې به د افغانستان زرو اتباعو ته دغه انلاین تحصیلي بورسونه ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د غوښتنلیکونو سپارلو وروستۍ نېټه د روان کال د جولای ۲۴مه ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه بورسونه د هند په ټاکل شوو پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو کې د لیسانس او ماسټرۍ د انلاین پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي.

د دغه پروګرام د تنظیموونکو په وینا، په دغو بورسونو کې د زده‌کړو بشپړ لګښت، د نوم‌لیکنې فیس، د ازموینو لګښت او د فراغت سند د صادرېدو لګښت شامل دي. همدارنګه محصلین به په انلاین ډول درسي سرچینو، درسي ویډیوګانو او ازموینو ته لاسرسی ولري.

Views: 1