د راپورونو له مخې، په فلیپین کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښوېېدنې په پېښو کې په داسې حال کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي، چې د «باوي» په نوم پیاوړی توپان د تایوان، جاپان او چین پر لور روان دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، د جمعې په سهار د فلیپین اړوند د سارانګاني ولایت د مالاپاتان ښار په یوه ځمکې ښوېېدنه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي.
همدارنګه، ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د لاناو دل سور ولایت په بله ځمکې ښوېېدنه کې هم لږ تر لږه پنځو نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مالاپاتان ښاروال سالوي سومبو جونیور ویلي، د قربانیانو یو شمېر د یوې کورنۍ غړي وو او د پرلهپسې سختو بارانونو له امله د سیمې د ځینو برخو د خلکو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.
د فلیپین د هواپېژندنې ادارې (PAGASA) ویلي، که څه هم چې د «باوي» توپان به په مستقیم ډول فلیپین ته داخل نه شي، خو ورسره تړلي باراني سیستمونه به د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښوېېدنې خطر رامنځته کړي.
دغه ځواکمن توپان تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د ارام سمندر په امریکا پورې اړوندو ګوام او شمالي ماریانا ټاپوګانو ته رسېدلی و او د زیربناوو ځینې برخې یې زیانمنې کړې وې، خو د مرګژوبلې راپور نه و ورکړل شوی.
د وړاندوینو له مخې، «باوي» توپان به د شنبې په ورځ د تایوان په شمال او ختیځ، او د جاپان په ځینو برخو کې د سختو بارانونو لامل شي او وروسته به چین ته ورسېږي.
راپورونه شیی چې په تایوان کې سلګونه کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او د توپان د رسېدو له امله یو شمېر ښوونځي، ادارې او دولتي دفترونه هم تړل شوي دي.
Views: 1