امریکايي چارواکي وایي، د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر په کینیا کې تر نیول کېدو وروسته امریکا ته لېږدول شوی، څو د «نشهیي توکو د قاچاق او له وسلو سره د تړلو جرمونو» په تور محاکمه شي.
اسوشیټیډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ۵۲ کلن ظاهر قدیر د جمعې په ورځ د منهاټن فدرالي محکمې ته حاضر شو او قاضي امر وکړ چې نوموړی دې تر محاکمې پورې په توقیف کې پاتې شي.
د راپور له مخې، ظاهر قدیر د اپرېل په ۱۵مه د کینیا په پلازمېنه نایروبي ښار کې نیول شوی و او وروسته امریکا ته ولېږدول شو، څو امریکا ته د «هیروئینو او مېتامفیتامینو د واردولو او له وسلو سره د تړلو جرمونو» تورونه یې وڅېړل شي.
د راپور پر بنسټ، تر اوسه څرګنده نه ده چې په دې قضیه کې د هغه وکالت څوک پر غاړه لري؛ خو که تورونه پرې ثابت شي، کېدای شي لږ تر لږه په لس کاله او یا هم په عمري بند محکوم شي.
د ظاهر قدیر مدافع وکیل اومېګا اوچینګ تر دې مخکې دغه تورونه رد کړي او ویلي یې وو چې موکل یې د نیول کېدو پر مهال «له افغانستانه د سوداګرۍ لپاره کینیا ته تللی و او غوښتل یې بېرته خپل هېواد ته ستون شي.»
Views: 11