د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د پچیراګام ولسوالۍ په مرغۍ سیمه کې یو ډاټسن موټر چپه شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په مړو شویو کسانو کې څلور مېرمنې او دوه نارینه شامل دي او د پېښې ټپیان د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.
Views: 9