د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ويلي چې سر له نن څخه په دغه هېواد کې ټول هغه افغانان نیول کېږي چې معتبر اسناد نهلري او د هغوی د ایستلو بهیر به هم چټک شي.
د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه لارښوونه کې سیمهییزو ادارو او امنیتي ارګانونو ته امر کړی چې د جولای له ۱۰مې څخه ټول هغه افغان وګړي ونیسي چې په پاکستان کې له معتبرې ویزې پرته اوسېږي او د هغوی د ایستلو بهیر چټک کړي.
د «ډان» د راپور له مخې، دغه لارښوونه د ایالتونو لوړپوړو چارواکو، د ګلګت ـ بلتستان، ازاد کشمیر او د پلازمېنې اسلاماباد ادارو ته لېږل شوې او دا د «غیرقانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو طرحې» (IFRP) د بیاکتنې له هغې غونډې وروسته صادره شوې چې د جون په لومړۍ نېټه جوړه شوې وه.
په دې لارښوونه کې راغلي چې ټولې ایالتي ادارې او اړوند بنسټونه مکلف دي د هغو افغان وګړو د نیولو او ایستلو بهیر، چې د ویزو اعتبار یې پای ته رسېدلی، په جدي او دوامداره توګه عملي او د هغوی د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۱مې به سیمهییز چارواکي هم هره ورځ د معتبرې ویزې نهلرونکو افغانانو د شمېر، د هغوی په اړه د ترسره شوو اقداماتو او اوسني وضعیت راپور د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته استوي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې روان میلادي کال د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ تر نیمايي پورې نږدې ۱۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر راهیسې تر اوسه په ټولیز ډول ۵.۴ میلیون افغان کډوال له پاکستان او ایرانه افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.
Views: 4