په خوست کې د اوزبېکستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره شل‌اوریزه دوستانه لوبه د ۱۹۹ منډو په توپیر افغان اېلېون لوبډلې وګټله.

دغه سیالي نن له غرمې مخکې د زرګونو نندارچیانو په حضور کې ترسره شوه. افغان اېلېون لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۳ منډې جوړې کړې.

د اوزبېکستان ملي لوبډلې د ټاکلي هدف ترلاسه کولو په هڅه کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۹۹ منډو په توپیر وبایلله.

د افغانستان د کورني کرکټ مسوول محمدنظیم جار عبدالرحیمزي پژواک ته وویل، د افغانستان کرکټ بورډ او د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی چې له مخې به یې افغانستان د خپلو تجربو او امکاناتو په کارولو د اوزبېکستان د کرکټ له ودې سره مرسته کوي.

هغه زياته کړه، د همدغه هوکړه‌لیک پر بنسټ د دواړو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالي ترسره شوه چې د کرکټي اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

عبدالرحیمزي زیاته کړه: «د افغانستان د کرکټ بورډ به د اوزبېکستان د کرکټ فدراسیون د پرمختګ لپاره خپله قوه استعمالوي؛ یعنې موږ چې کوم تخنیکي کسان لرو، په تخنیکي برخه کې به هغوی ته روزنه ورکوو، که د هغوی کوچان وي، که امپایران، شورا، ټرېنران او یا هم لوبغاړي وي، کولی شي زموږ د های پرفارمنس سنټر په کمپونو کې ګډون وکړي.»

بلخوا، یو شمېر نندارچیانو د اوزبېکستان ملي لوبډلې راتګ د افغانستان د کوربه‌توب وړتیا لپاره مهم وباله.

یوه نندارچي رفیق‌الله پژواک ته وویل: «د اوزبېکستان لوبډلې راتګ ډېر د خوښۍ زېری دی؛ ځکه په راتلونکي کې به نورې لوبډلې هم دلته لوبو ته زړه ښه کړي. ان‌شاءالله وروسته به لویې لوبډلې هم افغانستان ته راشي او موږ به یې کوربه‌توب وکړو.»

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین وایي، د یوې بهرنۍ ملي لوبډلې حضور ښيي چې افغانستان د امنیت له پلوه د نورو نړۍوالو لوبډلو د کوربه‌توب لپاره چمتو دی.

Views: 3