د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، افغانستان د وچکالۍ او زلزلې په منځ کې په نړۍ کې د بې‌ځایه‌کېدو له یوه ستر بحران سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام پرون (دوشنبه) د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي چې کمزوري اقتصاد، څلور لسیزې جګړې، د ۲.۷ میلیون کډوالو بېرته راستنېدل، د اقلیمي بدلون د اغېزو زیاتوالی او د ښځو د ګډون کمېدل، د خلکو پر معیشت او خدمتونو فشار لا ډېر کړی دی.

الکساندر دکرو، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر چې له برهم صالح، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر، سره په یوه ګډ سفر افغانستان ته تللی او له راستنو شوو ټولنو، نړیوالو شریکانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره یې کتلي، ویلي: «په افغانستان کې بحرانونه ډېر کم په جلا توګه رامنځته کېږي.»

هغه زیاته کړې چې د دغه سفر موخه، د افغانستان د خلکو لپاره د تاب‌اورۍ زیاتولو او د دوامدارو حل‌لارو موندلو په برخه کې پر ګډې ژمنې بیا ټینګار و.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان ۷۴ سلنه نفوس، چې شاوخوا ۲۹ میلیون کسان کېږي، د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د بې‌ځایه شوو او کوربه ټولنو د ملاتړ لپاره، د ژوند د شرایطو د بیا رغولو او ښه کولو په موخه فعالیت کوي.

Views: 1