د راپورونو له مخې، د پاکستان د لاهور ښار په یوه خصوصي ښوونیز مرکز کې د چت پرېوتو له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه شوي او ۹ نور کسان، چې یو ښوونکی هم په کې شامل دی، ټپیان شوي دي. دا پېښه پرون سهشنبه د لاهور ښار په «کاهنه» سیمه کې شوې ده.
سرچینې لیکلي چې مړه شوي ماشومان د څلورو او ۱۲ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
فیصل کامران، د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د ژغورنې ډلې لا هم تر خاورو او کنډوالو لاندې پلټنې کوي؛ ځکه احتمال شته چې نور کسان هم تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي.
د پولیسو په وینا، دغه ښوونیز مرکز په یوه زړې ودانۍ کې فعالیت کاوه او د دویم پوړ نیمګړی چت یې ظاهراً د ټیټ کیفیت ساختماني کار له امله پرېوتی دی.
پولیسو دغه راز ویلي چې د دې پېښې په تړاو یې د ښوونیز مرکز مالک او یو بل کس نیولي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ماشومانو د مړینې له امله خواشیني څرګنده کړې، ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله کړې او مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د هغوی د درملنې لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
Views: 9