افغان لوبغاړي شهزاده صافي د شانګهای سازمان د ووشو په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه او د سرو زرو مډال د ترلاسه کولو لپاره له چینایي سیال سره لوبه کوي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شهزاده صافي د شانګهای سازمان په اسیایي سیالیو کې د ۵۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې قزاقستاني او هانګکانګي سیالانو ته ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې په خپل نوم کړ.
سرچینه زیاتوي چې صافي به د سرو زرو مډال د ترلاسه کولو لپاره نن له چینایي سیال سره لوبه وکړي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د ووشو سیالۍ د جون په ۲۶مه د چین په کوربهتوب، د ۱۸ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون پیل شوې او د جون تر ۲۹مې به دوام ولري.
افغانستان په دغو سیالیو کې د شپږو ورزشکارانو په ګډون برخه اخیستې ده.
Views: 5