د راپورونو له مخې، په وینزویلا کې د ویجاړوونکو زلزلو له امله د مړه شوو کسانو شمېر لږ تر لږه ۹۲۰ ته رسېدلی او نږدې څلور زره نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې ډلې هڅه کوي هغو کسانو ته ځان ورسوي چې لا هم د ویجاړو شوو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي، او د «طلایي وخت» د پای ته رسېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د سرچینې په حواله، تر اوسه د دغو ویجاړوونکو زلزلو له امله ۹۲۰ کسان مړه شوي او نږدې څلور زره نور ټپیان دي.
په راپور کې ویل شوي چې د کاراکاس، لاګویرا او شاوخوا سیمو ګڼې بېکوره شوي کورنۍ د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري.
په همدې حال کې، یو شمېر خلکو د مرستو رسولو له بهیره شکایت کړی او د ملکي رضاکارانو د مرستې غوښتنه یې کړې ده څو د خاورو پاکولو چارو کې برخه واخلي.
د ډاکټرانو په خبره، تېرو کلونو کې د بودجې کموالي له امله د دغه هېواد روغتیايي سیسټم د دې جوګه نه دی چې دومره ډېرو ټپیانو ته رسېدنه وکړي.
سياېناېن همدارنګه لیکلي چې د امریکا پوځي ځواکونه د ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې لپاره په وینزویلا کې حضور لري او نړۍوالې مرستې، تجهیزات او ماشینونه د زیانمنو سیمو پر لور لېږدول کېږي.
بلخوا رویترز لیکلي چې تر اوسه تر ۵۰ زره ډېر کسان لا هم نادرکه دي.
د وینزویلا د ولسي جرګې مشر خورخه رودریګز ویلي چې لږ تر لږه ۳۸۳ ودانۍ، ۱۳ روغتونونه، ۲۵ سوداګریز مرکزونه او ۱۰۰۲ نور جوړښتونه زیانمن شوي دي.
د دغه هېواد سرپرستې ولسمشرې ډلسي رودریګز ویلي چې له لومړیو زلزلو راهیسې تر اوسه ۲۱۴ نورې کمزورې زلزلې ثبت شوې دي.
Views: 9