بلجیم د افغانستان د طالبانو د حکومت د پنځه‌کسیز پلاوي لپاره، چې ټاکل شوې د کډوالۍ په اړه د اروپايي ټولنې په یوه غونډه کې ګډون وکړي، یو ورځنۍ ویزې صادرې کړې دي. دغه ویزې د مودې او جغرافیایي ساحې له پلوه محدودې دي او یوازې بلجیم ته د یوه ورځني سفر لپاره اعتبار لري.

اروپايي کمېسیون تېره میاشت د طالبانو چارواکي هغې يوې غونډې ته وربللي وو چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې له حقه بې‌برخې افغان وګړو د بېرته ستنولو او بیا منلو په اړه جوړه شوې ده. د راپورونو له مخې، یادې ویزې پرون ماښام صادرې شوې دي.

د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، دغه غونډه تخنیکي بڼه لري او د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

د هغه په خبره، د اروپايي ټولنې ځیني غړي هېوادونه د هغو کسانو د ایستلو لپاره د لارو چارو په لټه کې دي چې درانه جرمونه یې ترسره کړي یا د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

د هغه لیک له مخې چې رویټرز لیدلی، د خبرو اترو اصلي محور به «د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل وي چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نه لري.»

د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 1