د پروان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په کوه‌صافي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وایي چې دغه پېښه تېر ماښام د کوه‌صافي ولسوالۍ د مندیقول سیمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو پلانکوچ ډوله موټر د تخنیکي ستونزې له امله له سړکه ووت او چپه شو.

د مسکین‌یار د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي، امنیتي ځواکونو ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدولي دي.

د یادونې ده، په هېواد کې ډېری ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ، خرابو سړکونو، تخنیکي ستونزو او د ترافیکي قوانینو نه مراعات له امله رامنځته کېږي.

Views: 6