د ویتبي ښاروالې، الیزابت رای، د مسلمانې ټولنې په ملاتړ خپل فېسبوک کې خپور شوي پیغام کې چې د ښار هر اوسېدونکی، د هر نژاد، دین، کلتور او شالید درلودونکی، باید ځان لیدل شوی، منل شوی او استازیتوب شوی احساس کړي.
نوموړې لیکلي چې د تېرې اوونۍ په پای کې یې د ICNA Sisters Whitby له لوري په جوړې شوې غرمنۍ کې ګډون کړی و. دا د مسلمانو ښځو یوه غیرانتفاعي ډله ده چې په ویتبي کې د پارکونو پاکولو، د مور او پلار د روزنې، رواني روغتیا ورکشاپونو او نورو ټولنیزو پروګرامونو په برخه کې کار کوي.
ښاروالې ویلي، کله یې چې له دې پروګرامه یو عکس پر ټولنیزو رسنیو خپور او د مېلمهپالنې مننه یې وکړه، په څو ساعتونو کې پرې سلګونه تبصرې وشوې چې ډېری یې نژادپالې، د مسلمانانو ضد، سپکوونکې او ګواښوونکې وې.

د هغې په وینا، ځینو کسانو په عکس کې مسلمانه ښځې د هغوی د لباس له امله هدف وګرځولې، د هغوی دین او کلتور یې مسخره کړ او حتی دا پوښتنه یې وکړه چې ایا هغوی په کاناډا کې ځای لري که نه.
ښاروالې ویلي، دا یوه جلا پېښه نه ده؛ بلکې په تېرو دوو کلونو کې ویتبي د کرکې څو اندېښمنوونکې پېښې تجربه کړې دي، چې په کې د مسلمانانو ضد لیکنې، د یهودانو ضد ورانکارۍ او د Muslim Welfare Home پر ضد کرکجنې انلاین څرګندونې شاملې دي.
هغې ټینګار کړی: «د ښاروالې په توګه زه د خپل ښار د هر اوسېدونکي استازیتوب کوم؛ د هر نژاد، هر دین، هر کلتور، هر عمر، هرې وړتیا، هر جنسي تمایل، هر جنسیتي هویت او هر سیاسي نظر لرونکو خلکو استازیتوب.»
الیزابت رای زیاته کړې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې د عیسوي، یهودي، مسلمان، هندو، سیک، نویو راغلو کسانو، مشرانو، ځوانانو، سوداګرو او نورو ټولنیزو ډلو په پروګرامونو کې ګډون کړی او دا به یې د کار اصل پاتې شي.
هغې د ویتبي مسلمانې ټولنې ته په خطاب کې ویلي: «تاسو دلته ځای لرئ.»
دا پیغام په داسې وخت کې خپرېږي چې په کاناډا کې د مهاجرو او مذهبي اقلیتونو پر ضد د کرکې څرګندونې د ټولنیزو رسنیو له لارې د اندېښنې وړ مسئله ګرځېدلې ده.
محمود حقدوست
Views: 10