د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په افغانستان کې د تغذیې بحران مخ په ډېرېدو دی. اوچا نن دوشنبې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د خلکو د ژوند ژغورلو او د نه جبرانېدونکو زیانونو د مخنیوي لپاره اوس بېړنۍ بودجې ته اړتیا ده.
اوچا زیاته کړې چې په افغانستان کې د تغذیې وضعیت په ۲۰۲۶ کال کې په چټکۍ خرابېږي؛ داسې چې د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ډنګرېدو کچه د ۲۰۲۵ کال په پرتله لوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان، د روان کال د وري په لومړۍ نېټه پژواک ته ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه به د هغو امیندواره او شیدې ورکوونکو میندو او ماشومانو شمېر چې په خوارځواکۍ اخته دي، شاوخوا درې میلیونو کسانو ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې وه چې له دې درې میلیونو کسانو څخه ۱.۳ میلیون یې په منځنۍ خوارځواکۍ، ۷۰۰ زره یې په شدیدې خوارځواکۍ او نږدې یو میلیون امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې په حادې او منځنۍ خوارځواکۍ اخته دي.
د هغه په وینا، د طالبانو له واکمنۍ مخکې په دې برخه کې ۸۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال وو، خو اوس دغه شمېر ۳۲۰۰ مرکزونو ته رسېدلی دی.
Views: 1