د راپورونو له مخې، د اروپایي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ډیپلوماټانو د قزاقستان په الماتا ښار کې په یوه غونډه کې د افغانستان وضعیت او د سیمې پر امنیت او ثبات د هغه اغېزې ارزولي دي.
قزاقستاني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو او استول شوو استازو اتمه غونډه په الماتا ښار کې ترسره شوه.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د روانو بدلونونو، د سیمې پر امنیت او ثبات د هغو د اغېزو او همدارنګه د افغانستان د دوامدارې ټولنیزې او اقتصادي پراختیا د ملاتړ لپاره د نړۍوالو همکاریو د پراختیا پر امکاناتو د نظرونو تبادله وکړه.
د راپور له مخې، ګډونوالو د سیمهییزې همغږۍ د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړلې چې پکې د افغانستان له لارې د ترانسپورتي، لوژستیکي او ترانزیټي لارو پراختیا هم شامله وه. دغه مسیر کولی شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي او له اروپایي ټولنې سره هم اړیکې پیاوړې کړي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د نړۍوالو مرستو د همغږۍ برخه کې د ملګرو ملتونود رول پر اهمیت هم ټینګار وشو.
د غونډې په پای کې ګډونوالو یو ځل بیا د دې ژمنه وکړه چې د منځنۍ اسیا هېوادونو، اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ به د سولې، ثبات او په افغانستان کې د دوامدارې پراختیا د ملاتړ او همدارنګه په سیمه کې د امنیت او هوساینې د تأمین لپاره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.
Views: 14