د راپورونو له مخې، د برازیل د لوی ښار ریو دو ژانیرو په فضا کې د دوو هلیکوپټرو د ټکر له امله شپږ کسان وژل شوي دي.دا پېښه د یکشنبې په سهار د ریو دو ژانیرو ښار په لوېدیځه برخه کې د «رکریو دوس باندیرانتس» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د اور وژنې چارواکو ویلي، دوه هلیکوپټرې له هوايي ټکر وروسته د برېښنايي موټرو د پلور یوې نندارتون ته څېرمه په پارکینګ کې لوېدلې چې له امله یې شاوخوا ۲۰ موټر هم اور اخیستی دی.
د اور وژنې ادارې ویاند، فابیو کونتریراس، ویلي چې د برېښنايي موټرو د لېتیومي بېټریو د شتون له امله د اور مهارول ستونزمن و.
د راپورونو له مخې، په یوه هلیکوپټر کې پنځه کسان او په بله کې یو پیلوټ سپاره وو چې ټول وژل شوي دي.
برازیلي چارواکو د دې پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل کړې دي او ویلي یې دي چې د شته انځورونو او ویډیوګانو څېړنه به د تحقیقاتو برخه وي.
برازیل په وروستیو کلونو کې د څو هوايي پېښو شاهد پاتې شوی دی. د دغه هېواد د هوايي پېښو د څېړنې او مخنیوي مرکز د شمېرو له مخې، له دې پېښې مخکې په ۲۰۲۶ کال کې ۸۴ هوايي پېښې ثبت شوې وې.
Views: 1