د راپورونو له مخې، د ایران د خرمشهر بندر او سمندري چارو عمومي رییس افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټ له لارې د مایع ګاز (LPG) د صادراتو د لومړني بریالي عملیاتو خبر ورکړی دی.
د خرمشهر بندر او سمندري چارو عمومي رییس علي عسکري ویلي، افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټ له لارې د مایع ګاز (LPG) د صادراتو لومړني عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي دي.
هغه څرګنده کړې چې دغه اقدام د صادراتي لارو د پراختیا او د ایران په لوژستیکي شبکه کې د خرمشهر بندر د رول د پیاوړتیا برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
نوموړي زیاته کړې چې د دغو عملیاتو ترسره کېدو د اکمالاتي ځنځیر په ملاتړ او د سیمهییزې سوداګرۍ په پراختیا کې د خرمشهر بندر وړتیاوې لا ډېرې روښانه کړې او د څو اړخیز ترانسپورټي ظرفیتونو د اغېزناکې ګټېاخیستنې زمینه یې برابره کړې ده.
عسکري ویلي: «د ګډ ترانسپورټ له الګو استفاده، د موثریت د زیاتوالي او د توکو د لېږد رالېږد د اسانتیا ترڅنګ، د صادراتي بازارونو پراختیا او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا کې مرسته کوي.»
د یادونې ده، ګډ ترانسپورټ د یوه واحد قرارداد له مخې د څو ترانسپورټي وسیلو لکه بېړۍ، اورګاډي او لارۍ هممهاله کارونې ته ویل کېږي.
Views: 6