د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په باک ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپي شوی دی.
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د باک ولسوالۍ په ماڼه کلي کې شوې ده.
هغه وایي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ څلورو غړو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او لومړنیو څېړنو ښودلې چې یاده پېښه طبیعي وه.
د خوست د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د پېښې قرباني شوې کورنۍ اصلاً د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ د سلامخېلو کلي اوسېدونکې وه، خو دا مهال یې د باک ولسوالۍ د ماڼه کلي کې ژوند کاوه.
Views: 10