د راپورونو له مخې، د ډونالډ ټرمپ اداره د کډوالو د درېیمو هېوادونو ته د لېږد د سیاست په چوکاټ کې په پام کې لري چې یو شمېر کډوال، د افغانستان او ایران د اتباعو په ګډون، نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
رویټرز د وکیلانو او یوه باخبره چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي یو شمېر کډوال، د ایران د اتباعو په ګډون، مرکزي افریقا جمهوریت ته وشړي.
په راپور کې راغلي چې مرکزي افریقا ته د کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه ښايي شاوخوا ۲۰ کسان ولري چې د ایران، سوریې او افغانستان اتباع به هم په کې شامل وي.
د سرچینې په حواله، په دغو کسانو کې دوه ایرانۍ ښځې هم شاملې دي چې د هغوی د وکیل په وینا، که ایران ته بېرته ستنې شي، د شکنجې او تعقیب له خطر سره به مخ شي. یوه یې د دین بدله کړې عیسوۍ او بله یې د ډیموکراسۍ فعاله معرفي شوې ده.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دغو دوو ښځو د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې امریکا ته له رسېدو وروسته پناه غوښتې وه او وروسته د کډوالۍ له یوه قاضي څخه یې د «نه اخراج» په نوم یو ډول قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی و.
سرچینې زیاته کړې چې دا کسان به د مرکزي افریقا په پلازمېنه بانګي کې په اپارتمانونو کې وساتل شي او سمدستي خپلو اصلي هېوادونو ته د هغوی د بېرته ستنولو احتمال نشته.
دا طرحه د امریکا د «درېیمو هېوادونو ته د اخراج» د سیاست یوه برخه بلل شوې ده؛ هغه سیاست چې واشنګټن یې قانوني بولي، خو د بشري حقونو بنسټونو یې د شفافیت او انساني پایلو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
Views: 1