د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په یوه لوبه کې د نندارچیانو حضور ډېر کم و او ویل کېږي چې لامل یې د ټکټونو لوړې بیې وې.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام پرون، د جون په ۱۱مه چې د غبرګولي له ۲۱مې سره برابره ده، د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب پیل شو او ټاکل شوې د جولای تر ۱۹مې دوام وکړي. په دې جام کې ۴۸ لوبډلې د شاوخوا ۳۹ ورځو لپاره سیالۍ کوي.

رویټرز د فیفا په حواله راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ د مکسیکو په ګوادالاخارا ښار کې د سویلي کوریا او چک جمهوریت ترمنځ په لومړۍ لوبه کې ۴۴ زره او ۹۸۵ نندارچیان حاضر وو، خو د لوبغالي د پام وړ برخې تشې پاتې وې.

سرچینې لیکلي، دا وضعیت داسې مهال رامنځته شوی چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ۴۸ لوبډلو د ګډون له امله د دې سیالیو د تاریخ تر ټولو ستر جام بلل کېږي او تمه کېده چې د مینه‌والو هرکلی به ډېر پراخ وي.

خو په ځینو لوبو کې د تشو څوکیو لیدل د ټکټونو د لوړو بیو، د سیمه‌ییزو مینه‌والو لپاره د محدود لاسرسي او د ټکټ‌پلورنې په بازار کې د تقاضا د بڼې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

منتقدان وايي، د ټکټونو د بیو ټاکلو جوړښت ښايي د عادي مینه‌والو حضور کم کړي او لوبغالي د سیمه‌ییزو تماشچیانو پر ځای د سیلانیانو او نړیوالو پېرودونکو پر لور یوسي.

فیفا تر اوسه په دې اړه تفصیلي رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی و چې بیې د نړیوالې تقاضا او د سترو ورزشي پیښو د معیارونو له مخې ټاکل کېږي.

Views: 1