په بغداد کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې د هيڅ دلیل له مخې عراق ته سفر ونه کړي او که اوسمهال په دغه هېواد کې دي، نو ژر تر ژره دې ووځي.
د امریکا مرکزي قومانداني (سنټکام) وایي چې نن سهار یې په ایران کې پر مهمو هدفونو تازه بریدونه ترسره کړې؛ په مقابل کې تهران اعلان کړی چې په سیمه کې یې د امریکا د پوځ ۱۸ مهم اهداف په دوو عملیاتي پړاوونو کې په نښه کړي دي.
په همدې حال کې، په بغداد کې د امریکا سفارت پر خپله اېکسپاڼه د یوه امنیتي خبرداري په خپرولو سره لیکلي: «د سیمې د وروستیو تحولاتو له امله، په عراق کې امریکايي وګړو ته سپارښتنه کېږي چې د هوښیارۍ او احتیاط لوړه کچه وساتي او په دوامداره توګه سیمهییزې خبري سرچینې وڅاري. د سفرونو ګډوډي یا د هوايي حریم ناڅاپي تړل کېدل ښايي له مخکنۍ خبرتیا پرته رامنځته شي.»
دغه سفارت امریکايي وګړو ته په خطاب کې زیاته کړې: «د هيڅ دلیل له مخې عراق ته سفر مه کوئ؛ که اوسمهال په دغه هېواد کې یاست، همدا اوس ترې ووځئ.»
په عراق کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته یادونه کړې چې عراق لا هم د سفر د څلورمې درجې خبرداري (سفر مه کوئ) تر پوښښ لاندې دی.
سفارت زیاته کړې، سره له دې چې د ځینو کارکوونکو لپاره د اجباري وتلو تدابیر عملي شوي، خو د امریکا سفارت به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي څو په عراق کې امریکايي وګړو ته لازمې مرستې وړاندې کړي.
Views: 1