په ایران کې د افغانستان سفارت ویلي چې د دغه سفارت د هڅو په پایله کې ۴۰۸ افغانان چې په دغه هېواد کې بندیان وو، افغانستان ته ولېږدول شول.

په تهران کې د افغانستان سفارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو زندانیانو د لېږد لپاره مراسم نیول شوي وو چې په کې د دغه سفارت سرپرست مولوي فضل‌محمد حقاني، د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو مرستیال او د زندانیانو د انتقال کمېټې مشر عسکر جلالیان او د دواړو هېوادونو یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لړۍ به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.

Views: 1