په تهران کې د هند سفارت، په سیمه کې وروستیو پېښو ته په اشارې، له خپلو ټولو وګړو غوښتي چې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي او هغه کسان چې هلته مېشت دي، ژر تر ژره دې دغه هېواد پرېږدي.

د راپورونو له مخې، ایران په اسراییل کې یو شمېر هدفونه په نښه کړي او اسراییلو هم په ایران کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.

په ورته مهال، اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې ایران تر دغو بریدونو وروسته د تهران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر شاوخوا هوايي حریم تړلی دی.

د ایکانومیک ټایمز د راپور له مخې، په تهران کې د هند سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي: «هندي وګړي دې په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو له امله ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي.»

دغه سفارت همداراز څرګنده کړې: «هغو کسانو ته چې اوسمهال په ایران کې دي، په کلکه سپارښتنه کېږي چې د شته ټرانسپورټي امکاناتو په کارولو له دغه هېواده ووځي؛ دا چاره د وګړو د امنیت په اړه د دوامدارو اندېښنو څرګندونه کوي.»

په تهران کې د هند سفارت ویلي چې د ایران وضعیت له نږدې څاري.

Views: 1