د راپورونو له مخې، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په دوه ورځني رسمي سفر شمالي کوریا ته تللی او د دغه هېواد له مشر کیم جونګ اون سره یې لیدلي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې له شي جین‌پینګ نن (دوشنبه) د شمالي کوریا په پلازمېنه پیونګ‌یانګ کې هرکلی وشو.

د راپور له مخې، په دغه سفر کې د شي جین‌پینګ مېرمن، د چین لوی درستیز کای چي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د جین‌پینګ ملتیا کوي.

د راپور له مخې، شي جین‌پینګ له خپل کوریايي سیال سره په لیدنه کې ویلي: «د چین او شمالي کوریا اړیکې د یوه نوي تاریخي پړاو په پیل کې دي.»

نوموړي زیاته کړې: «موږ باید د واکمنۍ غوښتنې، استبداد او هغو ټولو هڅو او دسیسو پر وړاندې ودرېږو چې د پوځي‌ګرۍ د بیا راژوندي کولو له لارې سیمه‌ییز امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.»

د یادونې ده چې شمالي کوریا ته د چین د ولسمشر وروستی سفر په ۲۰۱۹ کال کې شوی و.

Views: 5