د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، ۶۸۲ کډوالې کورنۍ چې ۳۵۷۴ کسان کېږي د څلورو بندرونو له لارې هېواد ته راستنې شوي، له سلګونو راستنو شوو کورنیو سره نغدي مرسته شوې او ۴۵۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د ننګرهار ولایت د تورخم بندر له لارې ۶۳۱ کورنۍ چې ۳۳۳۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمیسیون د معلوماتو له مخې، ۳۴۳ کورنۍ چې ۱۸۵۹ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې څه باندې یو میلیون او ۷۹۸ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۵۵۷ کورنیو سره په ټولیز ډول څلور میلیون او ۴۵۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین‌بولدک بندر له لارې هم ۱۸ کورنۍ چې ۱۱۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۲ کورنۍ چې ۷۳ کسان کېږي، کابل او پکتیکا ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره ۲۱۶ زره افغانۍ ځانګړې شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۲۳ کورنیو سره په ټولیز ډول ۲۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۱۹ کورنۍ چې ۸۲ کسان کېږي او همدارنګه ۳۰۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي او د نغدي مرستو په برخه کې له اوو کورنیو سره په ټولیز ډول ۶۲ زره افغانۍ مرسته شوې او ۱۷۷ کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

د هرات ولایت د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۱۴ کورنۍ چې ۴۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې او له دغو کورنیو سره په ټولیز ډول ۸۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

دغه راز، په خبرپاڼه کې راغلي چې د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۱۰۴ کورنۍ چې ۵۳۸ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۳۳۷ زره او ۵۲۰ افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي چې ټولو راستنو شوو کډوالو ته سیم‌کارټونه هم وېشل شوي دي.

Views: 4