کرکټ بورډ وایي، د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنې ټېسټلوبه نن پیلېږي.د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله د جون په شپږمه په یوازېنې ټېسټلوبه کې د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته کېږي.
سرچینې لیکلي، د افغانستان او هند ترمنځ ټېسټلوبه نن د افغانستان په وخت سهار اتمنيمې بجې د نیو چندیګړ په مهاراجه یادوېندرا سنګ نړۍوال کرکټ لوبغالي کې پیلېږي.
د یادونې ده، له ټېسټلوبې وروسته به د افغان او هند لوبډلو ترمنځ د جون له ۱۳مې تر ۲۰ مې پورې به درې نړۍوالې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره شي.
Views: 5