د کاناډا کرکټ ادارې د ICC Men’s Cricket World Cup League 2 سیالیو لپاره خپله رسمي لوبډله اعلان کړې چې افغان لوبغاړی زاهدالله شیرزاد هم په کې شامل دی.

زاهدالله شیرزاد د افغانستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی او تېز توپ‌اچوونکی دی. نوموړي د افغانستان په کورنیو سیالیو، له هغې ډلې د شپږیزې لیګ، کې هم لوبې کړې دي.

دا سیالۍ د کاناډا د اونټاریو ایالت په King City کې ترسره کېږي او د ۲۰۲۷ کال د کرکټ نړیوال جام ته د لارموندنې د پړاو برخه ده.

زاهدالله شیرزاد له هغو افغان‌الاصل لوبغاړو څخه دی چې د کاناډا د کرکټ په ډګر کې یې د پام وړ ځای خپل کړی او اوس به د نړیوال جام د غوراوي په مهم پړاو کې د کاناډا استازیتوب کوي.

#ZahidullahShirzad #CricketCanada #TeamCanada #ICC #CWCLeague2 #AfghanCricketer

#weCANcricket #cricketcanada

Views: 7