د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د دغه ولایت د شینواري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار ویلي چې دا پېښه نن سهار، سه‌شنبه، د دغه ولایت د شینواري ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

د هغه په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو فلان‌کوچ ډوله موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

مسکین‌یار څرګنده کړې چې د دې پېښې قربانیان د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په مړو او ټپیانو کې څلور ماشومان هم شامل دي او ټپیان د درملنې لپاره د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Views: 1