د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له متحده عربي اماراتو څخه تر وتلو وروسته، له یوه خوندي ځایه پر خپله فېسبوکپاڼه په اختریز پیغام کې لیکلي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې د خبرو مخه نیول شوې او غږ یې غلی شوی و.
غني ویلي: «په دې موده کې، سره له دې چې زما غږ نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه هم له تاسو لرې او بېخبره نه و. نن د رحمت په دې ورځ بېرته تاسو ته درګرځم او هغه نیمګړی بحث له هماغه ځایه پیلوم؛ ځکه په دې میاشتو کې نه یوازې انتخابونه پر خپل ځای پاتې دي، بلکې وضعیت لا ډېر بېړنی شوی او دوهلارې د ګړنګ تر غاړې رسېدلې ده.»
غني په خپل پیغام کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي او ټولو غمجنو کورنیو ته یې د تسلیت ویلو ترڅنګ پاکستان ته ور په یاد کړې چې افغانستان ته دې د مشرق د علامه شاعر اقبال له سترګو وګوري، ارزښت او وقار یې دې درک کړي او پوه دې شي چې اسیا د خپل زړه له ثبات پرته ثبات ته نه شي رسېدای.
نوموړي زیاته کړې: «دا تصور دې هم له سره وایستل شي چې استعماري کرښې زموږ دردونه جلا کړي دي. په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې زموږ خویندې او وروڼه هماغه درد زغمي چې زموږ خپل درد دی.»
غني د امریکا او ایران جګړې ته په اشارې ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې سیمهییزې همکارۍ ته اړتیا تر پخوا ډېره شوې او اصلي کلۍ یې په افغانستان کې پرته ده.
هغه ویلي: «له همدې امله، اقتصادمحوره سیاست زموږ له اصلي لومړیتوبونو څخه دی او دې هدف ته رسېدل د افغانانو د ټولو ملي ظرفیتونو همغږۍ او انسجام ته اړتیا لري.»
پخواني ولسمشر په خپل پیغام کې د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په نږدې پنځو کلونو کې افغانستان په بېساري ډول منزوي شوی او نږدې ټول اړخونه نور افغانستان د یوه ګاونډي په توګه نه، بلکې د یوه امنیتي ګواښ په سترګه ګوري.
غني ویلي: «مشروعیت د زور، تحمیل او ادعا له لارې نه ترلاسه کېږي؛ مشروعیت ملت هغه چا ته ورکوي چې په ازادانه ډول او په خپله اراده یې ټاکلی وي. حاکمې ډلې خپلې سترګې پر هغه ژور بدلون پټې کړې دي چې د افغانستان د خلکو په ذهن او روان کې رامنځته شوی دی. هغه کسان چې د خپل ملت له نبضه خبر نه وي، هېڅکله د ملت رښتیني استازي کېدای نه شي.»
غني زیاته کړې چې د روان وضعیت دروند پېټی له بده مرغه ولس زغمي. د هغه په وینا، نن بېشمېره کورنۍ حیرانې دي چې په یوه مړۍ ډوډۍ لومړی د کوم بچي خېټه مړه کړي. هغه ویلي، چاپېریال هم د اقلیمي بدلون له ژورو منفي پایلو سره مخ دی؛ فصلونه د وچکالۍ له امله سوځېږي او سیلابونه د خلکو کورونه ویجاړوي.
هغه ویلي: «یو ځل بیا وایم چې زموږ لوږه ازلي نه ده. دا د انتخابونو پایله ده او که سم انتخابونه وشي، هېواد مو د الله جل جلاله په فضل دومره امکانات لري چې د نسلونو لوږه او بېوزلي پرې ختمه شي. د قربانۍ په دې ورځ باید پوه شو چې قرباني یوازې د وینې تویول نه دي. د الله جل جلاله دربار ته د مسلمان نیت او اخلاص رسېږي. دا هغه ورځ ده چې مسلمانان د یو بل لاسنیوی کوي؛ پر بیتالمال مسلط کسان باید وپوهېږي چې دغه پانګه یوازې د بېوزلو، کونډو، یتیمانو او افغان ملت حق دی، نه د واکمنو شخصي مال.»
غني په خپل پیغام کې د نجونو زدهکړه اساسي مسئله بللې او ویلي یې دي چې هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای. د هغه په وینا، یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي او پېغلو او ځوانانو ته باید د پېټي په سترګه ونه کتل شي، ځکه هغوی د هېواد راتلونکی دی او د ۲۰۴۷ کال د افغانستان بنسټ به د دوی پر ځواکمنو اوږو ایښی وي.
اشرف غني د ملي بحث لپاره درې پوښتنې مطرح کړې دي:
په نږدې پنځو کلونو کې مو څه ترلاسه کړل؟
د دې لپاره مو څه بیه پرې کړه؟
که دا وضعیت نور پنځه کاله هم دوام وکړي، پایله به یې څه وي؟
پخواني ولسمشر د اختر ورځې د ملي بحث لپاره ښه فرصت بللی او غوښتنه یې کړې چې په هر کور، هره ناسته او هر محفل کې دې یو رښتینی ملي بحث پیل شي. غني له هغو هېوادوالو چې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي هم غوښتي چې په دې ملي بحث کې برخه واخلي، ملاتړ یې وکړي او د خپل ملت د پرېکړې تر شا ودرېږي.
نوموړي ویلي، هغه څه چې هېڅکله باید هېر نه شي، دا دي: «هېڅ هدف او هېڅ نارضایتي نه شي کولای د افغان په لاس د افغان د وژنې دروازه بېرته پرانیستل توجیه کړي. دا دروازه باید تړلې پاتې شي.»
غني د خپل پیغام په پای کې د ملي اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اجماع د یوه کس یا یوې ډلې له لوري نه راځي، بلکې د هغه ملت د ملي ارادې پایله ده چې له یوه مشروع نظام، سولې او باعزته ژوند پرته ډېر څه نه غواړي.
هغه ویلي: «زه د تل په څېر، د ځان لپاره هېڅ نه غواړم، خو چمتو یم چې د لازمي اجماع د راتګ او د مرګ پر ځای د ژوند؛ د فقر پر ځای د شتمنۍ؛ او د دښمنۍ پر ځای د سولې او سوکالۍ د لارې د انتخاب په برخه کې، خپله ونډه ادا کړم.»
#اشرف_غني #افغانستان #ملي_بحث #ملي_اجماع #مشروعیت #طالبان #اقتصادمحوره_سیاست #نجونو_زده_کړه #اقلیمي_بدلون #لوی_اختر#گفتمان_ملی #آموزش_دختران
Views: 22