فرانسوي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د سختې ګرمۍ څپې له امله اړوندو پېښو کې اووه کسان مړه شوي دي. د فرانسې د انرژۍ وزیرې مود بریژون ویلي، له قربانیانو څخه پنځه کسان په جهیلونو، سمندرونو او ساحلونو کې ډوب شوي دي.

د چارواکو په وینا، یو ۵۳ کلن منډه‌وهونکی هم په پاریس کې د سیالۍ پر مهال د زړه حملې له امله مړ شوی او یوه بله ښځه د لیون ښار د ورزشي پروګرام پر مهال د سختې ګرمۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې راغلي چې فرانسه له تېرې شنبې راهیسې د معمول خلاف له لوړو تودوخې سره مخ ده او د دغه هېواد د هوا پېژندنې ادارې د ځینو سیمو لپاره نارنجي خبرداری صادر کړی دی.

فرانسوي چارواکو ویلي چې د ګرمۍ څپه به راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي او له خلکو یې غوښتي چې د ورځې په ګرمو ساعتونو کې له فعالیتونو ډډه وکړي او کافي اوبه وڅښي.

Views: 10