د امریکا پوځ وايي، د ایران په جنوب کې یې د توغندیو پر ځینو مرکزونو او هغو کښتیو بریدونه کړي چې د دوی په وینا، د ماینونو اېښودلو هڅه یې کوله.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سېنټکام ویاند ټېم هاوکېنز ویلي، دغه بریدونه د «ځاندفاع» په چوکاټ کې ترسره شوي او موخه یې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو ساتنه وه. هغه زیاته کړې چې امریکا د روان اوربند پر مهال له زغم څخه کار اخلي، خو د خپلو ځواکونو د دفاع حق به وساتي.
د راپورونو له مخې، بریدونه د ایران په سوېل، د بندرعباس او هرمز تنګي ته نږدې سیمو کې شوي دي. امریکايي چارواکو ویلي، په دغو بریدونو کې د ایران د توغندیو ځایونه او هغه کښتۍ په نښه شوې چې ادعا کېږي د سمندري ماینونو د اېښودلو لپاره کارېدې. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه بلل کېږي.
ایران تر اوسه په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ځینو ایراني رسنیو د بندرعباس او د خلیج د یو شمېر ټاپوګانو په شاوخوا کې د چاودنو د غږونو راپورونه خپاره کړي دي. اسوشیټډ پرېس د ایراني رسنۍ «تابناک» له قوله لیکلي چې په دغو بریدونو کې د سپاه پاسداران څلور غړي وژل شوي، خو دا شمېر په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.
دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند او احتمالي هوکړې په اړه خبرې روانې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، له امریکا سره په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی، خو دواړه لوري لا هم وروستۍ هوکړې ته نه دي نږدې شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې له ایران سره خبرې «ښه روانې دي»، خو ټینګار یې کړی چې یوازې به داسې هوکړه ومني چې د امریکا په وینا «ښه او قوي» وي. نوموړي همدارنګه د سیمې له هېوادونو غوښتي چې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ابراهیم تړونونو ته ورګډ شي.
په همدې حال کې، ځینې راپورونه ښيي چې په قطر کې د ایران د کنګل شویو پیسو د ازادېدو، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو او د اوربند د غځېدو په اړه هم خبرې روانې دي. خو د امریکا وروستي بریدونه ښيي چې د پوځي فشار او ډیپلوماسۍ بهیر لا هم په یو وخت روان دی.
Views: 1