د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا د دوی د هېواد يوه له اندېښنو څخه ده او د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ او ترینګلتیا کمېدو لامل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د کابل او اسلاماباد ترمنځ د منځګړیتوب د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې اوس مهال د دوی د هېواد اصلي تمرکز په سیمه کې د جګړو او روانو ترینګلتیاوو پر پای ته رسولو دی.
بقایي زیاته کړه: «د ګاونډیانو ترمنځ د ترینګلتیا موضوع د ایران اسلامي جمهوریت لپاره حتماً مهمه ده او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زموږ د ټولو حکومتي او ملي سطحو له اندېښنو څخه شمېرل کېږي.»
هغه ټینګار کړی چې ایران څو ځلي خپل چمتووالی اعلان کړی چې د دوو هېوادونو ترمنځ د سولهییزو هڅو ملاتړ وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: «موږ څو ځله ویلي چې له هر هغه اقدام څخه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو او دښمنۍ د له منځه وړلو لامل شي، ملاتړ به وکړو.»
هغه د کابل او اسلامآباد ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران د کوم ځانګړي پلان یا نوي ابتکار په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او ترینګلتیا د کمېدو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
Views: 1