د راپورونو له مخې، د کوټې ښار کې د اورګاډي پټلۍ ته نږدې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان ټپیان شوي او یو مسافر وړونکی اورګاډی له څو موټرو سره زیانمن شوی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا چاودنه نن د کوټې ښار په «چمنپټک» سیمه کې شوې ده. پولیسو ویلي چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، پېښور ته تلونکي «جعفر اکسپرېس» اورګاډي یوې برخې زیان لیدلی او په سیمه کې ولاړ لس موټر هم زیانمن شوي دي. د چاودنې شدت دومره و چې د نږدې ودانیو ښیښې یې هم ماتې کړې دي.
د پاکستان د اورګاډي چارواکو ویلي چې د جعفر اکسپرېس حرکت په موقت ډول د کوټې د اورګاډي په تمځای کې درول شوی دی.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت ویاند بابر یوسفزي ویلي چې له چاودنې وروسته ټولې اړوندې ادارې د چمتووالي په حالت کې دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی او په اړه یې څېړنې روانې دي.
Views: 7