د راپورونو له مخې، د چین په شمالي شانشي ولایت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له امله ۹۰ کسان مړه شوي دي. دا چاودنه د جمعې په ورځ ناوخته د چین‌یوان ولسوالۍ د «لیوشنیو» په نوم د ډبرو سکرو په کان کې شوې ده. د پېښې پر مهال ۲۴۷ کارګر تر ځمکې لاندې په کار بوخت وو.

سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې ۹۰ کسان مړه شوي دي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ له چارواکو غوښتي چې د ټپیانو د درملنې او د لټون او ژغورنې عملیاتو د دوام لپاره هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

هغه همدارنګه امر کړی چې د پېښې علت دې په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او له احتمالي مسوولینو سره دې د قانون له مخې چلند وشي.

د چین لومړي وزیر لي چیانګ هم د معلوماتو پر وخت خپرېدو او د مسوولینو د جدي حساب‌ورکونې غوښتنه کړې ده.

د سیمه‌ییزو بېړنیو چارو مسوولینو ویلي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د چاودنې علت تر څېړنې لاندې دی.

Views: 7