د راپورونو له مخې، د امریکا د استازو جرګې جمهوريغوښتونکو غړو د هغه پرېکړهلیک په اړه رایهاچونه په ناڅاپي ډول لغوه کړې چې د ډونالد ټرمپ حکومت یې د ایران پر ضد د جګړې د دوام لپاره د کانګرس د اجازې ترلاسه کولو ته مکلف کاوه.
د رویټرز د راپور له مخې، ټاکل شوې وه دغه رایهاچونه د پنجشنبې په ماښام او د «یاد ورځې» د رخصتیو له پیلېدو مخکې ترسره شي، خو جمهوريپالو مشرانو موافقه وکړه چې دا چاره د جون میاشتې تر لومړیو پورې وځنډوي.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې لوړپوړي ډیموکرات غړي ګرېګوري مېکس ویلي، ډیموکراتانو د دغه پرېکړهلیک د تصویب لپاره لازمې رایې لرلې او جمهوريپال پر دې موضوع خبر وو.
په راپور کې راغلي چې د امریکا استازو جرګې تر دې مخکې هم د جګړې د صلاحیتونو په اړه درې ورته پرېکړهلیکونه په لږ توپیر رد کړي وو، خو د فبرورۍ له ۲۸مې پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته د جګړې په دوام سره د موافقو او مخالفو رایو ترمنځ واټن کم شوی و.
د راپور له مخې، ډیموکراتانو او یو شمېر جمهوريپالو غوښتنه کړې چې ټرمپ باید د ایران پر ضد د پوځي ځواک کارولو لپاره د کانګرس اجازه ترلاسه کړي.
دوی ټینګار کوي چې د امریکا د اساسي قانون له مخې، د جګړې د اعلان صلاحیت د کانګرس په لاس کې دی.
بلخوا، سپینې ماڼۍ او ډېری جمهوريپالو د ټرمپ اقدامات د وسلهوالو ځواکونو د اعلی قوماندان د صلاحیتونو په چوکاټ کې او د نږدې ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره بللي دي.
Views: 1