د راپورونو له مخې، د پاکستان هوايي ځواک یوه روزنیزه الوتکه د پنجاب ایالت میانوالی ته نږدې لوېدلې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا د «هونګدو JL-8» ډوله روزنیزه جېټ الوتکه وه چې د روزنیز پرواز پر مهال رالوېدلې ده.

لومړني راپورونه ښيي چې د الوتکې دوه پیلوټان د لوېدو له پېښې څو شېبې مخکې په بریالي ډول له الوتکې وتلي دي.

د الوتکې د لوېدو لامل تر اوسه نه دی څرګند شوی او د پاکستان هوايي ځواک هم د پیلوټانو د وضعیت یا د پېښې په ځای کې د احتمالي تلفاتو په اړه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

Views: 7