سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې په بیجینګ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ تر لیدنې وروسته، چین هوکړه کړې چې هر کال به لږ تر لږه د ۱۷ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت له امریکا کرنیز محصولات اخلي. سپینې ماڼۍ ویلي چې دغه پېرودنې به تر ۲۰۲۸ کال پورې دوام وکړي او د ۲۰۲۶ کال برخه به د کال د پاتې میاشتو له مخې عملي شي.

د سرچینې د راپور له مخې، دا هوکړه د چین د هغې پخوانۍ ژمنې ترڅنګ ده چې له امریکا به لږ تر لږه ۸۷ میلیون ټنه سویابین اخلي؛ هغه ژمنه چې د اکتوبر په میاشت کې په سوېلي کوریا کې د ټرمپ او شي جین‌پینګ په مخکینۍ لیدنه کې مطرح شوې وه.

د راپور له مخې، چین همداراز هوکړه کړې چې د امریکا د غوښې بازار ته به بېرته لاسرسی برابروي او له هغو ایالتونو څخه به د چرګانو د غوښې واردات بیا پیلوي چې د امریکا د کرنې وزارت له خوا د مرغانو له انفلونزا پاک بلل شوي دي.

دواړو لورو همداراز د «امریکا ـ چین د سوداګرۍ پلاوي» او «امریکا ـ چین د پانګونې پلاوي» په نوم د دوو نویو ادارو پر جوړولو هوکړه کړې، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې اړوند چارې مدیریت کړي.

خو د چین حکومت تر اوسه دا هوکړې په رسمي ډول نه دي تایید کړې او په اړه یې څرګندونې نه دي کړې. په واشنګټن کې د چین سفارت هم د رسنیو غوښتنو ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

د یادونې ده چې په بیجینګ کې د ټرمپ او شي جین‌پینګ دوه ورځنۍ غونډه د جمعې په ورځ پای ته ورسېده؛ هغه غونډه چې د رسنیو د راپورونو له مخې، ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر نندارې متمرکزه وه.

Views: 2