د راپورونو له مخې، کرملین ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د مې په ۱۹ او ۲۰مه چین ته سفر وکړي او له خپل سیال شي جینپینګ سره به خبرې وکړي.
نړۍوالو رسنیو د کرملین د اعلامیې له مخې راپور ورکړی چې دغه سفر د شي جینپینګ په بلنه ترسره کېږي.
کرملین زیاته کړې چې دغه سفر د روسیې او چین ترمنځ د ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او همکارۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي.
په راپور کې راغلي چې پوتین او شي جینپینګ به د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، د همکاریو د پراختیا او مهمو سیمهییزو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم تېره اونۍ چین ته سفر کړی و.
د یادونې ده، د روسیې او چین ترمنځ د ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او همکارۍ تړون په ۲۰۰۱ کال کې د چین د پخواني ولسمشر جیانګ زمین او ولادیمیر پوتین له لوري لاسلیک شوی و.
دغه تړون روسیه او چین اوږدمهاله ستراتیژیکې همکارۍ ژمن او د اقتصادي همکاریو یو شمېر برخې رسمي کوي.
Views: 1