د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په سوډان کې له درېیو کلونو څخه د زیاتې جګړې وروسته، د لوږې بحران لا هم دوام لري او میلیونونه کسان، په ځانګړي ډول ماشومان، د قحطۍ او شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «په سوډان کې له هرو پنځو کسانو دوه کسان د لوږې له بحراني کچې سره مخ دي او شاوخوا ۸۲۵ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.»

د سرچینې په وینا، دوامدار تاوتریخوالی، د خلکو بې‌ځایه کېدل او بشري مرستو ته د لاسرسي سخت محدودیتونه په ټول سوډان کې د ماشومانو، کورنیو او بېلابېلو ټولنو وضعیت لا خراب کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې که څه هم په سوډان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، خو د دې بحران د یوې سترې بشري فاجعې د جوړېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالو مرستو او ملاتړ بیړنی زیاتوالی اړین دی.

Views: 1