د چين او امريکا ولسمشرانو شي جينپينګ او ډونالډ ټرمپ نن (پنجشنبه) په بيجينګ کې رسمي ليدنې او خبرې پيل کړې دي. د راپورونو له مخې، د چين ولسمشر خپل امريکايي سيال ته ويلي چې بيجينګ او واشنګټن بايد د يو بل شريکان وي، نه رقیبان.
شي جينپينګ ويلي چې دواړه هېوادونه د اختلافونو په نسبت ډېرې ګډې ګټې لري.
نوموړي زياته کړې چې چين او امريکا بايد «شريکان وي، نه سيالان» او د دواړو هېوادونو ترمنځ باثباته اړيکې «د نړۍ لپاره يو نعمت» دی.
شي له ټرمپه پوښتنه کړې: «ايا موږ کولای شو په ګډه د خپلو خلکو سوکالي او د بشريت ګډ راتلونکی وساتو او د خپلو دوهاړخيزو اړيکو لپاره روښانه راتلونکی جوړ کړو؟»
بلخوا، بيبيسي راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې ويلي، له شي جينپينګ سره د نن ورځې ليدنه د ده لپاره «د وياړ وړ» ده.
هغه ټينګار کړی: «موږ ښې اړيکې لرلې دي او هر کله چې کومه ستونزه رامنځته شوې، حل کړې مو ده؛ ما به تاسو ته زنګ واهه او تاسو به هم ماته زنګ واهه.»
هغه ويلي، ځينو کسانو دغه غونډه «د تاريخ تر ټولو ستره سرمشريزه» بللې او دی د راتلونکو خبرو اترو لپاره «ډېر لېوال» دی.
د يادونې ده، ټرمپ پرون چين ته سفر کړی دی.
Views: 11