د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د روانې اوونۍ په جریان کې ۵۶۱ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن، پنج‌شنبه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۴۸۱ تنه د تورخم له فرضي کرښې او ۸۰ تنه د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او تر ثبت او د بشري مرستو تر ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، UNHCR، اعلان کړی و چې د روان میلادي کال د مې له ۳مې تر ۹مې پورې شاوخوا ۱۱ زره او ۵۱۵ افغانان له پاکستان، ایران، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

Views: 1