پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د لکي‌مروت ولسوالۍ اړوند «سرای نورنګ» سیمه کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او له ۱۸ څخه ډېر نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د «جیو نیوز» د راپور له مخې، دغه چاودنه د سې‌شنبې په ورځ د نورنګ بازار ته نږدې د یوه امنیتي چک‌پاینټ ترڅنګ رامنځته شوې ده.

راپور زیاتوي چې د اوو قربانیانو جسدونه د نورنګ روغتون ته لېږدول شوي او په وژل شویو کسانو کې دوه د ترافیکو پولیس هم شامل دي.

د راپور له مخې، له چاودنې وروسته د سرای نورنګ په روغتون کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د سیمې د پولیسو قوماندان ویلي چې چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

بلخوا، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي دغه پېښه «ډېره خواشینوونکې» بللې او پولیسو ته یې سپارښتنه کړې چې د پېښې په اړه بشپړ راپور وړاندې کړي.

Views: 1