په افغانستان کې د جاپان سفارت د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو د غوښتنلیکونو د بهیر له پیله خبر ورکړی او ټینګار یې کړی چې د غوښتنلیک پروسې په هيڅ پړاو کې د پیسو ورکولو ته اړتیا نشته.
په افغانستان کې د جاپان سفارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه بورسونه د هغو محصلینو لپاره ځانګړي دي چې غواړي د جاپان پوهنتونونو کې د څېړنیز محصل په توګه خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د جاپان سفارت څرګنده کړې چې د اغاخان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د تحریري ازموینې په اسانتیا کې مرسته وکړي، خو د انتخاب په بهیر کې به هيڅ لاسوهنه ونه لري.
دغه سفارت دغهراز ټینګار کړی چې ټاکنه به د جاپان سفارت او حکومت له لوري په خپلواکه توګه، د تحصیلي وړتیا، د غوښتنلیک د اسنادو کیفیت او په تحریري ازموینه او مرکه کې د کړنې پر بنسټ ترسره کېږي، او مذهبي، ژبني یا قومي مخینه پکې په پام کې نه نیول کېږي.
د جاپان سفارت له غوښتونکو غوښتي چې د درغلیو پر وړاندې هوښیار واوسي او ټینګار یې کړی چې د غوښتنلیک د بهیر په هيڅ پړاو کې د پیسو ورکولو اړتیا نشته.
خبرپاڼه کې راغلي چې له ایمېل ادرس پرته استول شوي غوښتنلیکونه به په هيڅ ډول ونه منل شي.
Views: 21