د امریکا د ټکساس ایالت د لاریدو ښار پولیسو ویلي چې د مکسیکو پولې ته نږدې د اورګاډي په یوه واګون کې د شپږو کسانو جسدونه موندل شوي دي. د «یونین پاسیفیک» د اورګاډي شرکت یوه کارکوونکي د یکشنبې په ورځ دغه جسدونه د اورګاډي په یوه لرې پرته سیمه کې کشف کړي دي.
د لاریدو د پولیسو پلټونکي جو بایزا ویلي چې د دغو کسانو د مړینې علت تر اوسه نه دی معلوم او په اړه یې څېړنې روانې دي. د هغه په وینا، په سیمه کې هېڅ ژوندی کس نه دی موندل شوی.
امریکايي چارواکو تر اوسه د قربانیانو هویت او تابعیت نه دی اعلان کړی.
په تېرو کلونو کې هم د امریکا او مکسیکو پولې ته نږدې ورته پېښې رامنځته شوې چې ډېری یې د کډوالو له قاچاق سره تړاو لري. د ۲۰۲۲ کال په یوه خونړۍ پېښه کې د سنانتونیو ښار په څنډه کې د یوه پرېښودل شوي باروړونکي موټر دننه د ۵۳ کډوالو جسدونه موندل شوي وو.
Views: 1