د افغانستان د بدن‌جوړونې ورزشکار علي بلال وتوانېد چې د امریکا د «نیویارک پرو» معتبرې سیالۍ د اتلولۍ لقب خپل کړي.

دغه افغان ورزشکار په دې سیالیو کې د پیاوړو سیالانو، په ځانګړي ډول د برازیل د ادواردو پالمیرا، تر شا پرېښودو سره د دویم ځل لپاره د دې نړیوالې سیالۍ اتل شو.

په دغو سیالیو کې علي بلال لومړی مقام خپل کړ، ادواردو پالمیرا له برازیله دویم او د اندونیزیا ایسای کسیک درېیم ځای ترلاسه کړ.

علي بلال نن پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «غواړم دا بریا د افغانستان خلکو او خپل هېواد ته مبارکي ووایم.»

د راپورونو له مخې، علي بلال په وروستیو کلونو کې په نړیوالو سیالیو کې د ځلېدونکو لاسته راوړنو ترڅنګ د ۲۰۲۴ کال د آرنولډ کلاسیک اتلولي او د مسترالمپیا نړۍوالو سیالیو د مرستیال اتل لقب هم ګټلی دی.

Views: 2