د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس د اقتصادي او سیاسي ننګونو په اړه ویلي چې هېواد یې د «تاریخي بدلون» پړاو ته داخل شوی او له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره پراخو اصلاحاتو او د خلکو او سوداګریز سکټور زغم ته اړتیا لري.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، مرتس د نوردراین-وستفالن ایالت په یوه اقتصادي غونډه کې ویلي چې جرمني له ژورو نړیوالو بدلونونو او کورنیو جوړښتي کمزوریو سره مخ ده، او همدې وضعیت هېواد د یوه نوي تاریخي پړاو پر لور بیولی دی.
هغه ټینګار کړی چې نړۍ د یوه «تاریخي عطف» شاهده ده؛ داسې وضعیت چې د ده په وینا، ښايي هر نسل یې یوازې یو ځل تجربه کړي.
مرتس زیاته کړې: «موږ چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته زېږېدلي یو، تر اوسه بختور وو؛ خو اوس، د جګړې له پای څخه ۸۰ کاله وروسته، موږ هم د پخوانیو نسلونو په څېر له یوه ستر تاریخي بدلون سره مخ یو.»
د جرمني صدراعظم ویلي چې حکومت یې د اصلاحاتو لړۍ پیل کړې او غواړي له ټولنیزو او سیاسي ننګونو سره سره دغه اصلاحات چټک کړي.
د جرمني رسنیو شنونکي د مرتس څرګندونې د برلین د بهرني او امنیتي سیاست د نوي بدلون نښه بولي؛ هغه تګلاره چې د اروپا د دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا او د دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر رامنځته شوي ثبات د کمې وابستګۍ پر بنسټ ولاړه ده.
Views: 1