د راپورونو له مخې، د برازیل په بیلو هوریزونته ښار کې د یوې الوتکې لوېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې یوه کوچنۍ الوتکه له پنځو سپرلیو سره د دوشنبې په ورځ د برازیل په سوېلختیځ بیلو هوریزونته ښار کې پر یوې ودانۍ لوېدلې چې له امله یې درې کسان مړه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه الوتکه د پامپولیا له هوايي ډګره د ساوپایولو پر لور روانه وه، خو له الوتنې څو دقیقې وروسته پر یوې درې پوړیزې استوګنیزې ودانۍ ولوېده.
د سرچینې په خبره، په دې پېښه کې دوه پیلوټان او یو مسافر مړه شوي او دوه نور مسافر سخت ټپیان دي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې د ودانۍ اوسېدونکو ته زیان نه دی رسېدلی او ودانۍ ته د پام وړ زیان اوښتو په اړه هم راپور نه دی ورکړل شوی.
Views: 15