د اتریش حکومت اعلان کړی چې په راتلونکې میلادي میاشت کې به له اوزبیکستان سره، د دغه هېواد له لارې، د افغانانو په ګډون د کډوالو د ایستلو بهیر د اسانه کولو په موخه، تړون لاسلیک کړي.
یوې اروپايي رسنۍ د اتریش د حکومت د اعلامیې له مخې راپور ورکړی چې ټاکل شوې د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د روان کال د مې په اوومه، د دغه تړون د لاسلیکولو لپاره اوزبیکستان ته سفر وکړي.
د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هایندل ویلي: «دا د هغو کسانو د لېږد لپاره مهم تړون دی چې خپل هېواد، په ځانګړې توګه افغانستان ته له ایستلو سره مخ دي.»
په راپور کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې له تېر کال راهیسې اتریش یو شمېر افغان او سوري وګړي له دغه هېواده ایستلي دي.
Views: 14