د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندزي کابل ته خپل سفر «ګټور» بولي او وایي چې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنو کې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو او ډیپلوماسۍ ته پر بېرته ګرځېدو ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لیندزي د روانې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ کابل ته راغلی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدنې او خبرې کړې دي.

نوموړي نن (پنج‌شنبه) په کابل کې له خبریالانو سره په ناسته کې دغه سفر ډېر ګټور وباله او ویې ویل: «دغه سفر په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو متمرکز و. دې موضوع دلته له مسوولینو سره زما د خبرو لویه برخه جوړه کړې وه. ما خبرو او ډیپلوماسۍ ته پر بېرته ګرځېدو ټینګار کړی دی.»

هغه له پاکستانه افغانستان ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره د لارو پر پرانیستل کېدو هم ټینګار وکړ او دا موضوع یې ډېره مهمه وبلله؛ ځکه د نوموړي په خبره، لږ تر لږه یو میلیون کسان، د نارینه‌وو، ښځو او ماشومانو په ګډون، مرستو ته سخته اړتیا لري.

ریچارډ لیندزي وویل چې افغانستان او پاکستان باید د اختلافاتو د حل لپاره مهم ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې ارومچي کې د چین په کوربه‌توب له ترسره شوو خبرو وروسته مثبت پرمختګونه رامنځته شي. همداراز، ځینو نورو هېوادونو هم د منځګړیتوب لپاره چمتووالی ښودلی دی.»

لیندزي وویل: «همداراز غواړم په دې نښتو کې د ملکي وګړو د ژوند له لاسه ورکولو له امله خپله خواخوږي څرګنده کړم. زه دواړه لوري هڅوم چې داسې اقدامات وکړي څو د ملکي وګړو د لا ډېرو تلفاتو مخه ونیول شي؛ که هغه د تروریزم له امله وي او که د پوځي عملیاتو له امله. دغو نښتو افغانستان ته د بشري مرستو پر رسېدو لوی اغېز کړی دی.»

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې بریتانیا روان کال په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې، خوراکي توکو، معیشت او زده‌کړو په برخو کې د بشري مرستو د ملاتړ لپاره ۱۵۰ میلیون پونډه لګولي دي.

ریچارډ لیندزي د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه، موږ د دغو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن یو.»

د هغه په وینا، دا کار هغو اقداماتو پورې تړلی چې باید د افغان چارواکو له لوري ترسره شي.

د ده په خبره، کابل ته یې د سفر یو دلیل همدا و چې د طالبانو له مسوولینو سره خبرې وکړي او روښانه کړي چې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کوم ګامونه اړین دي.

هغه زیاته کړه: «موږ دې کار ته لېواله یو؛ ځکه دا د افغانستان له راتلونکې سوکالۍ سره مرسته کوي.»

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې همداراز وویل چې بریتانیا اوس‌مهال په لندن کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستلو کوم پلان نه لري او دا چاره په راتلونکي کې د ځینو ګامونو اخیستو ته اړتیا لري.

Views: 23